Menu Close

البرټ آئن سټائن

البرټ آئن سټائن پهٔ څوارلسم مارچ ۱۸۷۹ د جرمني پهٔ اُلم ښار کې پیدا شوی وو. د پلار نوم ئ هرمین ائن سټائن او د مور نوم ئ پالین کوچ وو.

ماشوم والی

د آئن سټائن پلار تجارت پیشه سړی وو. د بړستنو تولیانو (توشک یا کنجڼ) کار به ئ کولو. مور به ئ د کور کار کولو. آئن سټائن د شپږو کالو وو چی مور پلار ئ د اُلم نه میونِخ ته لاړل. هلته ئ هغه پهٔ یو سکول کی داخل کړو. خو د پلار کاروبار ئ ورځ پهٔ ښکته وو نو دی ئ هم دلته پریښودو او پخپله اټلي ته لاړو. څهٔ موده پس ورپسې آئن سټائن هم اټلي ته لاړو. یو کال پس هغه سویټزر لینډ ته لاړو او هلته ئ پهٔ یوه یونیورسټۍ کې داخله واخستله. خو پهٔ ځینې مضمونونو کی د کم سکور پهٔ وجه ئ د هایئ سکول تعلیم هم جاري وو. دغه سکول د جوسټ وِنټیلر وو. د هغهٔ د لور میری سره ئ عشق هم شوې وو.

کیرئیر او ژوند

پهٔ ۱۸۹۶ کې ئ د یونیورسټۍ نه ګریجویشن اوکړو. د خپلې کلاس فیلو مایلیوا میرِک سره ئ روستو بیا وادهٔ وکړوخو د وادهٔ نه مخکې ددوي یوه لور شوې وه. پهٔ دې دوران کې آئن سټائن پهٔ مختلف ځایونو کې استاذي کوله. پهٔ ۱۹۰۲ کې د هغهٔ پلار مړ شو

۱۹۰۵…..د معجزو کال

پهٔ دې کال کې هغهٔ څلور پیپرز شائع کړل. چې ټول د وسني فزکس د پاره بنیادي توکي وو. دا پیپرز د هغهٔ د رڼا د سپیډ او د ریلټیویټي د تهیوریز پهٔ حقله وو. ددې سره د هغهٔ د فزکس د حلقې سره د یو نامتو سائنس دان پهٔ حیثیت پیژندګلو اوشوه او هغهٔ ته د لویو لویو پوهنتنونو نه د کار کولو آفرز وشو. د پراګ او برلن پهٔ یونیورسټو کې هغهٔ پهٔ لویو لویو عهدو کار وکړو

کله چې پهٔ ۱۹۱۴ کې ړومبنۍ نړۍ وال جنګ ونښتو نو آئنسټائن د جنګ مخالفه خلقو د ډلې نه وو. پهٔ دې وجه تر څهٔ حده وزورلی شو. د جنګ نه پس هغه امریکې او نورو ملکونو ته لاړو او هلته ئ د خپلو سائنسي نظریو وضاحت وکړ.

جرمنی کې د یهودو خلاف هوا راوچته شوې وه. آئن سټائن هم ددغې نه متاثره شو او خپل ژوند ئ پهٔ خطر کې محسوس کړو نو ځکه ئ د جرمني نه امریکې ته سفر وکړو او بیا هډو د امریکې شو. هغهٔ ته پهٔ ۱۹۴۰ د امریکې شهریت ملاو شو.

ایټم بم او آئن سټائن

جولائی /اګست ۱۹۳۹ کې هغهٔ د امریکې صدر روزویلټ ته خط ولیکلو او هغه ئ د ایټم بم جوړولو ته ولمسولو. روزویلټ ورته ښه وکړل خو چې کله یو کال پس ئ د ایټم بم پهٔ جوړولو کار شورو کړو نو آئن سټائن ئ د کار کوونکو سائنسدانانو پهٔ لسټ کې شامل نهٔ کړو. ښکاره وجه ئ د هغهٔ سیاسي نظریات وو. ایټم بم سره ددې چې د هغهٔ د ماس او انرژي د تعلق پهٔ مساوات جوړ دې خو آئن سټائن ټول عمر پهٔ دې افسوس کړی دی.

آئن سټائن پهٔ ۱۸ اپریل ۱۹۵۵ء وفات شو.

See Einstein’s Postulates.

1 Comment

  1. Pingback:Practice problem on theory of relativity, mass increase – msa

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *