Menu Close

What does a “Convention” generally mean?

  • ټوله دنیا کې چې خلق ملاویږي نو یو بل له ښی لاس (رائټ هینډ) ورکوي.
  • کټ کې مشران سر ته کیني او کشران لنګې ته
  • پهٔ لار روان سړی پهٔ ناست سړي باندِ سلام اچوي

دا پابندي چا ایښې ده چې ګس لاس به نهٔ ورکوۍ ښی لاس به ورکوئ؟

کوم کتاب کې لیکلی شوي دي چې مشر به د کټ سر ته کیني او کشر لنګې ته؟

چا ویلي دي چې سلام اچول د روان سړي ذمه واري ده؟

اصل کې داسې هیڅ څهٔ قانون نشته چې پهٔ چا باندِ دا لازم کړي چې د ملاویدو پهٔ وخت به خامخا ښی لاس ورکوئ یا به مشران سر ته کینوئ او یا به پهٔ لار روان سړی پهٔ ناست سړي سلام اچوي.

دا ټولې داسې تړې یا رواجونه دي چې د ضرورت مُطابق جوړ شوي او منل شوي دي. سوچ وکړئ کهٔ د ښي لاس د ورکولو رواج نهٔ وو نو څومره عجیبه صورتحال به وو د ملاویدو وخت کې؟

٫٫داسې رواجونو ته چې د هغې څهٔ قانوني حیثیت یا سائنسي وضاحت نهٔ وي خو د ضرورت مطابق جوړ شوي وي او ټول خلق ورباندِ عمل کوي. کنوِنشن ورته وائی.٬٬

پهٔ کنونشنز یواځې پهٔ سماجي ژوند کې نهٔ، بلکې پهٔ سائنس کې هم پې عمل کیږي. ډیر سائنسي ٫٫قوانین٬٬ داسې دي چې د هغې څهٔ سائنسي تشریح نشته خو د سائنسي اُصولو پهٔ شان منل کیږي. مثلا

(۱) پهٔ الیکټران باندِ نیګټیو چارج وي او پهٔ پروټان باندِ پازیټیو… اصل کې ددې وجه داده چې  ددې چارجونو خاصیتونه د یو بل مخالف وو نو بس یو ته منفي او بل ته مثبت اوویل شو. او کهٔ چرې د شورو نه داسې ویل شوي وو چې پهٔ پروټان منفي او پهٔ الیکټران مثبت چارج وي نو مونږه به نن هم دغسې منل.

                                                                                                                                                      پهٔ ۱۹۶۰ کې چې کله د پیمائش انټرنیشنل سسټم جوړیدو نو بس یو سلنډر خوښ شو چې دې ته به ٫٫کلوګرام٬٬ وایو. او (۲)

اوس ئ مونږه منو. کهٔ چرته هاغه وخت کې یو بل څیز ته کلو ګرام ویلې شوې وو نن به مونږه هغه منلو.

دغسې پهٔ سائنس کې ډیر کنوِنشنز دي کومې سره به چې وخت پهٔ وخت  ستاسو پیژندګلو کیږي. نو دا پهٔ ذهن کې ساتۍ چې دا هاغه اصول دي چې د سائنسي ثبوت نهٔ ، بلکې د رواج پهٔ شکل کې استعمالیږي، او ځمونږ مسلې حل کوي.

1 Comment

  1. Pingback:Margins, Pashto – msa

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *